په ايران كې د افغانستان د باسكټبال د نارينه معلولينو د ملي لوبډلې اووه ورځنى تمريني كمپ پاى ته ورسېد.
په دغه تمريني كمپ كې ۲۹ افغان معلولو لوبغاړو او څلورو روزونكو له يوه نړيوال ايراني روزونكي زده كړې وكړې.
د افغانستان د باسكټبال د نارينه معلولينو د ملي لوبډلې لوبغاړي دا تمريني كمپ ګټور بولي.
د يادونې وړ ده، چې ياد تمريني كمپ د سرې مياشتې كمېټې په همكارۍ ترسره شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ