د يونان پارلمان پرون د ګاونډۍ مقدونيا د نوم د بدلون په اړه تاريخي هوكړه ليك تاييد كړ.
اروپايي ټولنې د يونان د پارلمان د دغه اقدام هركلى كړى دى.
د يونان لومړي وزير الكسيس سپراس او د مقدونيا لومړي وزير زوران زايف د تېر ميلادي كال په جون مياشت كې هوكړه وكړه، چې مقدونيا به خپل نوم د شمالي مقدونيا په جمهوريت بدلوي او په بدل كې به يې يونان په اروپايي ټولنې او د ناټو په سازمان كې د مقدونيا د ګډون په تړاو له مخالفته لاس اخلي.
يونان له دې كبله، چې يو شمالي ولايت يې مقدونيا نومېږي، د ګاونډي هېواد مقدونيا پر نوم نيوكه لري.


