ads

د يمن په حديده ښار كې يو مياشتنى اوربند سبا پاى ته رسېږي

په يمن كې د جګړې ښكېل لوري ونه توانېدل، چې په يو مياشتني اوربند كې، چې د يكشنبې په ورځ پاى ته رسېږي، خپل ځواكونه له حديده ښاره وباسي.

نویسنده: mayar
6 سلواغه 1397
د يمن په حديده ښار كې يو مياشتنى اوربند سبا پاى ته رسېږي

په يمن كې د جګړې ښكېل لوري ونه توانېدل، چې په يو مياشتني اوربند كې، چې د يكشنبې په ورځ پاى ته رسېږي، خپل ځواكونه له حديده ښاره وباسي.
چارواكي وايي، په دې ساحلي ښار كې د نښتې د بېرته پيلېدو په صورت كې به د يمن ميليونونو وګړو ته د بشري مرستو د رسېدو لار يو ځل بيا وتړل شي.
په همدې حال كې د اروپا د نړيوالې پاليسۍ د شورا غړى آدم بيرون راتلونكې مياشت د يمن لپاره مهمه بولي او زياتوي، په دغې مياشت كې به د جګړې ښكېلې غاړې يوه سياسي حل ته ورسېږي او يا به جګړه زور واخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA