ads

په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ د سولې خبرې نن هم دوام کوي

ټاکل شوې نن د څلورمې ورځې لپاره په قطر کې د طالب او امريکايي استازو تر منځ د سولې خبرې دوام ومومي.

نویسنده: mayar
4 سلواغه 1397
په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ د سولې خبرې نن هم دوام کوي

ټاکل شوې نن د څلورمې ورځې لپاره په قطر کې د طالب او امريکايي استازو تر منځ د سولې خبرې دوام ومومي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر یوې سرچینې رسنيو ته ويلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره د دې ډلې د استازو خبرې پرون د دريمې ورځې لپاره پای ته ورسیدې او پریکړه وشوه چې دا خبرې نن هم دوام وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د طالبانو استازي تمه لري چې نن به دواړه لوري ګډه اعلامیه هم خبره کړي. امریکايي چارواکو د طالبانو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
زلمي خلیل‌زاد تر اوسه څلور ځلې له طالب استازو سره لیدنې کړې دي، خو تر دې مهاله‌یې خپل اصلي اهداف چې د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو چمتو کول او د اوربند اعلانول دي، نه‌دي تر لاسه کړي.
طالبانو په وار وار ټینګار کړی دی چې امریکا دې په خبرو اترو کې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو نېټه وټاکي، څه موده مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې د امریکا جمهور رييس ډونالد ټرمپ غواړي له افغانستانه اووه زره امریکايي سرتېري وباسي، خو تر اوسه پورې په رسمي توګه له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو هېڅ پرېکړه یا مهالوېش نه‌دی اعلان شوی.
امریکا دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره سرتېري لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA