ads

عبدالله: امريکايي ځواکونو دې په افغانستان کې د سولې تر راتګ پاتې شي

د افغانستان اجرايه رييس عبدالله عبدالله له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې هيله څرګنده کړې چې واشنګټن به په افغانستان کې د سولې او ټيکاو تر راتګ پورې له کابل خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نویسنده: mayar
4 سلواغه 1397
عبدالله: امريکايي ځواکونو دې په افغانستان کې د سولې تر راتګ پاتې شي

د افغانستان اجرايه رييس عبدالله عبدالله له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې هيله څرګنده کړې چې واشنګټن به په افغانستان کې د سولې او ټيکاو تر راتګ پورې له کابل خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د نوموړي په خبره، تر دې مهاله له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو موضوع روښانه نه ده او افغانان بيا صبر او حوصله وکړي، ځکه د نوموړي په خبره، تر دې مهاله امريکايي ځواکونو ته د دوی د وتلو په تړاو کوم امر نه دی شوی.
د عبدالله په خبره، که څه هم ټرمپ له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ويستلو خبره مطرح کړې او نه شي کولای دا موضوع جدي ونه نيسي، خو د هغه په باور واشنګټن به په افغانستان کې د سولې تر راتګ پورې له کابل خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
عبدالله دغه راز په دې مرکه کې له پاکستان او هغو هېوادونو چې په طالبانو نفوذ لري غوښتنه کړې چې په دې ډلې فشار راوړي تر څو له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA