ټاکل شوې د طالب او امريکايي استازو تر منځ په قطر کې د سولې څلورم پړاو خبرې نن د درېيمې ورځې لپاره هم دوام وکړي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېر ماښام په يوه ټوېټري پيغام کې وويل، له امريکايي پلاوي سره د دوی خبرې نن هم دوام مومي.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ د تېرو دوو ورځو په خبرو کې زلمي خلیلزاد طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې امریکایي ځواکونه به له افغانستان ووځي.
له بل لوري د سولې عالي شورا له طالب استازیو سره د زلمي خلیلزاد د ناستو له دوام راضي نه ده؛ خو هیله لري، چې دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو د استازیو تر منځ د مخامخ ناستې لپاره د زمېنې برابرولو لپاره وروستۍ وي.
د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي، هيله من دي، چې دا ناستې نورې اوږدې نشي؛ ځکه، چې د افغانانو له ګډون پرته دغه راز ناستې به پر سوله او ثبات هیڅ راز اغېز ونه لري.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې دواړو لوریو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دغه راز په دې خبرې وکړې، چې له افغانستان څخه به بل هېواد ته هیڅ ګواښ متوجه نشي.