جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ملي امنیت د شش درک قرارګاه ته لاړ او په میدانښار کې يې د تېرې ورځې د پېښې په اړه د ملي امنیت له رهبري پلاوي او د دې ریاست له منسوبینو سره خپله غمشریکي او خواخوږي وښوده.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د جمهور رييس غني له قوله راغلي، پر ملي امنیت شوې هر اړخیزه پانګونه به دوام ومومي.
وروسته جمهور رئیس د ملي امنیت د هغو ټپي منسوبینو د روغتیایي وضعیت د پوښتنې په هدف چې وړمه ورځ په میدانښار کې د وسله والو طالبانو په برید کې ټپیان شوي وو، د غازي امان الله خان روغتون ته لاړ.
جمهوررئیس غني د یادو منسوبینو سرښندنه او زړورتیا وستایله او معالجو ډاکټرانو ته یې دنده وسپارله چې د ټپیانو د درملنې په هدف دې هېڅ راز هڅې نه سپموي.
وړمه ورځ د ميدان وردګ په مركز ميدان ښار كې د دغه رياست د ولسي پاڅون كوونكو پر يوې قرارګاه موټربم ځانمرګی بريد ترسره شو چې په ترڅ کې يې ۹۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.