جمهور رييس محمد اشرف غني نن سهار د يوه لوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د داووس په اقتصادي ناسته کې د ګډون په هدف سويس ته لاړ.
د اقتصاد د نړيوالې مجمع دا غونډه سبا پيلېږي.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جمهوررئیس غني به په دغه سفر کې د افغانستان د اقتصاد د راتلونکي محوریت په اړه په بحث کې ګډون او د اقتصاد د ودې او په سیمه ییز اتصال کې د هغه د څرګند رول په اړه وینا وکړي.
د خبرپاڼې له مخې دغه راز به د اقتصاد د نړیوالې مجمع د رئیس له لوري د نړۍ اقتصادي رهبرانو ته په برابره شوې مېلمستیا کې هم ګډون وکړي.