ads

په ۲۰۱۸م كال كې هېواد ته له ۸۰۰ زرو زيات افغانان بېرته راستانه شوي

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې له ۸۰۰ زرو زيات افغانان له بېلابېلو هېوادونو په خپلې خوښې او يا جبري ډول بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

نویسنده: mayar
2 سلواغه 1397
په ۲۰۱۸م كال كې هېواد ته له ۸۰۰ زرو زيات افغانان بېرته راستانه شوي

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې له ۸۰۰ زرو زيات افغانان له بېلابېلو هېوادونو په خپلې خوښې او يا جبري ډول بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د دې وزارت وياند اسلام الدين جرئت كليد ته وويل، دا شمېر افغانان له ايران، پاكستان، سعودي عربستان، تركيې او اروپايي هېوادونو يا په خپلې خوښې بېرته خپل هېواد ته راغلي او يا شړل شوي دي.
جرئت زياته كړه، اوسمهال په پاكستان كې يو اعشاريه څلور ميليونه اسناد لرونكي او يو اعشاريه دوه ميليونه بې اسنادو افغانان اوسېږي.
د نوموړي په خبره، په ايران كې بيا شاوخوا دوه اعشاريه څلور ميليونه اسناد او ويزه لرونكي او بې اسنادو افغانان ژوند كوي.
جرئت په اروپايي هېوادونو كې د موجوده افغانانو شمېر نېږدې ۶۰۰ زره ياد كړ.
د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ملي يووالي حكومت له پيله تراوسه له بېلابېلو هېوادونو نېږدې درې ميليونه افغانان بېرته خپل هېواد ته را ګرځېدلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA