ads

په وينزويلا کې د کودتا هڅه

  د وينزويلا امنيتي سرتېرو پرون د هغو لاريون کوونکو په ضد له اوښکې بهوونکي ګازه کار واخيست، چې د دغه هېواد د جمهوري رياست په درې کيلومټرۍ کې سړکونو ته را ووتل او دولت ضد شعارونه يې ورکړل. دوی وروسته له دې دا اقدام وكړ، چې د وينزويلا د ملي ګارد يوې ډلې په […]

نویسنده: mayar
2 سلواغه 1397
په وينزويلا کې د کودتا هڅه

 

د وينزويلا امنيتي سرتېرو پرون د هغو لاريون کوونکو په ضد له اوښکې بهوونکي ګازه کار واخيست، چې د دغه هېواد د جمهوري رياست په درې کيلومټرۍ کې سړکونو ته را ووتل او دولت ضد شعارونه يې ورکړل.
دوی وروسته له دې دا اقدام وكړ، چې د وينزويلا د ملي ګارد يوې ډلې په ټولنيزو شبکو کې ويډيو خپره کړه او په هغې کې يې اعلان وکړ، چې د نيکولاس مادورو په مشرۍ دولت په رسميت نه پېژني.
دوی پوځي يونيفورم درلود، وسلې ورسره وې او له خلکو يې غوښتنه کوله، چې په ملاتړ يې سړکونو ته را ووځي.
تراوسه څرګنده نه ده، چې د ملي ګارد دغو سرتېرو د څه له کبله دولت ضد شعارونه ورکړي او دولت هم په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
بل پلو په کوتيزا سيمه کې هم د خلکو يوې ډلې کثافاتو ته اور ورته کړ او د پوليسو په لور يې تيږې وارې كړې.
يوې لاريون كوونكې ماريا فرناندا اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، دوی بايد له خپل هېواده دفاع وکړي.
پر مادورو وروسته له هغې کورني او نړيوال فشارونه ډېر شول، چې نوموړي د دوهم ځل لپاره د خپلې واکمنۍ شپږ کلنه دوره پيل کړه.
امريکا او يو شمېر نور لوېديځ هېوادونه دى تورنوي، چې په لوی لاس يې له خپلو پياوړو سيالانو په ټاکنو کې د ګډون حق اخيستی او په دې توګه يې د ځان د برياليتوب چانس ډېر کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA