امنيتي ځواكونو د سرپل په مركز كې د ماين اېښودلو په تور د يوې مدرسې څلور زده كوونكي نيولي دي.
د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، دغو زده كوونكو په يوه چاى جوش كې ماين ځاى پر ځاى كړى و او غوښتل يې د سرپل په مركز كې تروريستي بريد ترسره كړي، خو د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د ولايت د امنيه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پوليسو ونيول.
دا په داسې حال كې ده، چې هېوادوالو په وار وار په مدرسو كې د افراطيت د زده كړو په تړاو اندېښنه څرګنده كړې او د هغو د مخنيوي غوښتنه يې كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ