د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو او امريكا د استازو ترمنځ د خبرو تازه پړاو تېره ورځ پيل شو او نن به هم دوام ولري.
طالبانو تېره شپه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، دا مذاكرات وروسته له هغې هوكړې پيل شول، چې د خبرو په اجنډا کې به له افغانستانه د امريكايي سرتېرو وتل شاملېږي او په راتلونكې كې به له دغه هېواده چا ته زيان نه رسول كېږي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له دې وړاندې هم له افغان حكومت سره مخامخ خبرو ته د طالبانو د راضي كولو په هدف د دغې ډلې له استازو سره څو وارې كتلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ