ads

راشدخان د كركټ نړيوالې شورا د كال په غوره لوبډله كې اعلان شو

د كركټ نړيوالې شورا نن د ۲۰۱۸م ميلادي كال د يو ورځنيو لوبو د نارينه وو لوبغاړو غوره لوبډله اعلان كړه، چې په كې افغان لوبغاړى راشد خان هم شامل دى.

نویسنده: mayar
2 سلواغه 1397
راشدخان د كركټ نړيوالې شورا د كال په غوره لوبډله كې اعلان شو

د كركټ نړيوالې شورا نن د ۲۰۱۸م ميلادي كال د يو ورځنيو لوبو د نارينه وو لوبغاړو غوره لوبډله اعلان كړه، چې په كې افغان لوبغاړى راشد خان هم شامل دى.
د هند څلور لوبغاړي ويراټ كوهلي، روهيت شرما، جسپريت بومرا، كولديپ يَدَو، د انګلستان څلور لوبغاړي جوني بَيرسټو، جوى روټ، بېن سټوكس، جوس بَټلر، د نيوزيلنډ روس ټايلر، د بنګله دېش مصطفِضُ الرحمان او د افغانستان راشد خان د يادې اعلان شوې لوبډلې غړي دي.
راشد خان په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې په ۲۰ يو ورځنيو نړيوالو لوبو كې تر ټولو ډېرې ۴۸ وېکټې ترلاسه کړې دي.
نوموړى همدارنګه د دې كال هغه لوبغاړى شو، چې په ۶۱، ۲۰ اوريزو لوبو كې يې تر ټولو زياتې ۹۶ وېکټې اخيستې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA