د پاكستان د بلوچستان ايالت په لسبېله ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امنيتي چارواكي وايي، پرون ناوخته په يادې ولسوالۍ كې له كراچۍ نه پنجګور ته روان يوه مسافر وړونكي بس د تېلو له ټانكر سره ټكر وكړ او دواړو موټرونو اور واخيست.
دوى زياتوي، په پېښه كې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ كسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د پوليسو په خبره، په بس كې له ۳۵ زيات كسان سپاره وو.
د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او لومړني معلومات ښيي، چې د ګړندي تګ له كبله رامنځته شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


