ads

د ترکيې جمهور رئيس سبا مسکو ته ځي

ټاکل شوې د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان سبا مسکو ته سفر وکړي او له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره وګوري.

نویسنده: mayar
2 سلواغه 1397
د ترکيې جمهور رئيس سبا مسکو ته ځي

ټاکل شوې د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان سبا مسکو ته سفر وکړي او له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره وګوري.
د ترکيې د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې سفر کې به له اردوغان سره يو شمېر نور لوړپوړي ترکي چارواکي هم ملګري وي.
د خبرپاڼې له مخې، د ليدنې په مهال به د تركيې او روسيې جمهور رئيسان پر دوه اړخيزو اړيکو او د سوريې او سيمې پر حالت وغږېږي.
مخكې د ترکيې د جمهوري رياست وياند ابراهيم کالين هم ويلي و، د دغه يو ورځني سفر هدف د دوه اړخيزو اړيکو پياوړي کول او د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د سوريې پر وضعيت د دواړو مشرانو خبرې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA