داعش ډلې وروسته له هغه پر امريکايي هدفونو د نورو بريدونو خبرداری ورکړ، چې د سوريې په شمال ختيځ کې يې د امريکايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد ترسره کړ.
دې ډلې ويلي، دا د کار پيل و.
په تېره يوه اونۍ کې دغه پر امريکايي ځواکونو د داعش ډلې دوهم بريد و، وړاندې ترې داعش وسله والو په منبيج ولايت کې ځانمرګی بريد وکړ او څلور امريکايي سرتېري يې ووژل.
پر امريکايي ځواکونو د داعش ډلې بريدونه داسې مهال زور اخلي، چې تېره مياشت د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې په سوريه کې يې داعش ډله ماته کړې او اوس د دې وخت دی، چې له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي.
داعش ډلې په ټېلېګرام شبکه کې ګواښ کړی، چې له وېرې به يې د امريکايي سرتېرو او د دوی د ملاتړو د سرونو وېښتان سپين شي.


