ads

په ميدان ښار كې د ملي امنيت پر يوې قطعې بريد کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ميدان وردګ په مرکز ميدان ښار کې د ملي امنيت پر يوې قطعې موټربم او وسله وال بريدونه شوي دي.

نویسنده: mayar
1 سلواغه 1397
په ميدان ښار كې د ملي امنيت پر يوې قطعې بريد کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ميدان وردګ په مرکز ميدان ښار کې د ملي امنيت پر يوې قطعې موټربم او وسله وال بريدونه شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان محمد ويس صميمي کليد ته وويل، لومړی نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې يوه موټربم چاودنه وکړه او وروسته درې تنه بريدکوونکي د امنيتي ځواكونو له لوري ووژل شول.
د هغه په وينا، يو بل موټربم له چاودنې مخکې له منځه وړل شوی دی.
صميمي زياته كړه، اوسمهال وضعيت ارام دی او د مرګ ژوبلې په تړاو به وروسته معلومات ورکړي.
په ورته وخت كې د ميدان وردګ د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتك كليد ته وويل، په پېښه كې شاوخوا ۳۰ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، بريد د دوی وسله والو کړی، لومړی يې د موټربم چاودنه کړې او وروسته څو تنه بريدکوونکي د يادې قطعې ودانۍ ته ننوتي او نښته يې كړې ده.
د هغه په وينا، په موټربم چاودنه او نښته كې يې له ۱۰۰ زيات امنيتي سرتېري وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA