ads

په كابل ښار كې د نشه يي توكو شپږ پلورونکي نيول شوي

د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو په ضد د مبارزې پوليسو په كابل ښار كې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې د نشه يي توكو شپږ پلورونكي نيولي دي.

نویسنده: mayar
1 سلواغه 1397
په كابل ښار كې د نشه يي توكو شپږ پلورونکي نيول شوي

د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو په ضد د مبارزې پوليسو په كابل ښار كې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې د نشه يي توكو شپږ پلورونكي نيولي دي.
دې وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د نشه يي توكو دغه پلورونكي د پوليسو تر تعقيب لاندې وو او بالاخره د كابل ښار د لومړۍ، پنځمې، اتمې او نهمې امنيتي حوزو په مربوطاتو كې ونيول شول.
د سرچينې په خبره، له نيول شوو كسانو ۲۷ ګرامه هيرويين، ۱۵ ګرامه ښيښه، ۵۰ ګرامه چرس، ۱۱۲ ګرامه ترياك او ۱۵ قُرصه نشه كوونكې ګولۍ ترلاسه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA