د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سهار د تمريناتي کمپ د ترسره كولو لپاره د هند بنګلور ښار ته لاړه.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، د دغه تمريناتي کمپ هدف په راتلونکې فبروري مياشت کې د ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې د لوبلړۍ يا سېريز د ترسره كولو لپاره چمتووالى دى.
سرچينه زياتوي، پر دې سربېره به دا تمريناتي کمپ د راتلونکي نړيوال جام د سياليو لپاره هم ګټور تمام شي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله به راتلونکې ميلادي مياشت د ايرلنډ د كركټ له ملي لوبډلې سره پنځه يو ورځنۍ، درې ۲۰ اوريزې او يوه ټېسټ لوبه ترسره كړي، چې د يادې مياشتې په ۲۱مه نېټه به پيل شي او د مارچ مياشتې په ۱۹مه نېټه به پاى ته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ