ads

د پاكستان او افغانستان له مشرانو سره د ټرمپ د ليدنې غوښتنه وشوه

امريكايي جمهوريت غوښتونكى سناتور لينډسي ګراهام وايي، له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ څخه به وغواړي، چې د پاكستان او افغانستان له مشرانو سره وګوري، ترڅو د افغان جګړې پر پاى ته رسولو وغږېږي.

نویسنده: mayar
1 سلواغه 1397
د پاكستان او افغانستان له مشرانو سره د ټرمپ د ليدنې غوښتنه وشوه

امريكايي جمهوريت غوښتونكى سناتور لينډسي ګراهام وايي، له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ څخه به وغواړي، چې د پاكستان او افغانستان له مشرانو سره وګوري، ترڅو د افغان جګړې پر پاى ته رسولو وغږېږي.
نوموړي د يكشنبې په ورځ په اسلام اباد كې د پاكستان له لومړي وزير عمران خان سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل، د افغانستان جګړه به د پخلاينې له لارې پاى ته ورسېږي، خو ټينګار يې وكړ، چې د سولې په مذاكراتو كې بايد داعش او القاعده ډلې شاملې نه وي.
دغه امريكايي سناتور له افغانستانه د نيمايي امريكايي سرتېرو د ايستلو خبره رد كړه او په وينا يې، په دې برخه كې يې كوم سند نه دى ليدلى.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له يو شمېر پاكستاني چارواكو سره تر ليدنو وروسته پرون اسلام اباد ته خپل څلور ورځنى سفر پاى ته ورساوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA