د روسيې دفاع وزارت وايي، اسراييلي الوتکو نن له درېيو لورو پر سوريې بريد کړی، خو د سوريې د توغنديو دفاعي سيسټم يې ۳۰ توغندي را غورځولي دي.
د روسيې دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په دې بريدونو کې د سوري پوځ څلور غړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د اسراييلي الوتکو په نننيو توغندويي بريدونو کې د دمشق نړيوال هوايي ډګر ته هم يو څه زيان اوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم اسراييلي الوتکو دا ډول بريدونه وكړل، خو ټول توغندي يې د سوريې له لوري دفع کړای شول.


