ads

خليلزاد: په افغانستان كې سولې ته د رسېدو لپاره د ټولو اړخونو اندېښنو ته پام کوو

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، په افغانستان كې سولې ته د رسېدو لپاره دوى چمتو دي د ټولو اړخونو مشروع اندېښنو ته پاملرنه وكړي او د سيمې د حكومتونو مشروع ګټې په پام كې ونيسي.

نویسنده: mayar
30 مرغومی 1397

ده تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه خپلو تېرو څرګندونو ته په اشارې، چې ويلي يې و، كه طالبان سوله غواړي سوله او كه جګړه غواړي جګړه به ورسره وكړي، زياته كړې، د امريكا هدف په افغانستان كې د سولې ټينګښت دى، خو سولې ته د رسېدو لپاره ځينې وخت جګړه لازمي وي.
خليلزاد پرون هم په اسلام اباد كې له پاكستاني چارواكو سره ليدنې درلودې.
هغه په تېرو څو ورځو كې د پاكستان له لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي، د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې تهمينې جنجوعې او د پاكستاني پوځ له لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د افغان سولې په تړاو خبرې كړې دي.
خليلزاد د سيمې هېوادونو ته خپل وروستى سفر د روانې جنوري مياشتې په اتمه نېټه پيل كړى او په ترڅ كې يې هند، چين، متحده عربي اماراتو، افغانستان او پاكستان ته تللى دى.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د مهالوېش له مخې به دا سفر راتلونكې سې شنبې پاى ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA