ads

په يوه جالب اقدام کې ټرمپ له مولر مننه وکړه

په يوه جالب اقدام کې د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶م ميلادي کال په ټاکنو کې د روسيې او ټرمپ د اړيکو د قضيې له څېړونکي رابرټ مولر مننه کړې ده.

نویسنده: mayar
30 مرغومی 1397
په يوه جالب اقدام کې ټرمپ له مولر مننه وکړه
United States President Donald Trump speaks during the United Nations General Assembly at U.N. headquarters, Tuesday, Sept. 19, 2017. (AP Photo/Seth Wenig)

په يوه جالب اقدام کې د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶م ميلادي کال په ټاکنو کې د روسيې او ټرمپ د اړيکو د قضيې له څېړونکي رابرټ مولر مننه کړې ده.
ټرمپ وروسته له هغه له مولر مننه وکړه، چې نوموړي په يوه بيان کې د ټرمپ او د هغه د وکيل په تړاو يو جنجالي راپور رد کړ.
يوې امريكايي خبري وېبپاڼې راپور خپور کړ، چې ګواكې ټرمپ خپل وکيل مايکل کوهن ته ويلي، ترڅو په روسيه كې د ټرمپ ټاور د جوړېدو په تړاو د استازو مجلس ته دروغ ووايي.
دې راپور په امريکا کې پراخ غبرګونونه راوپارول او کارپوهانو وړاندوينه وکړه، چې که دا راپور تاييد شي، ښايي ټرمپ له استعفا يا استيضاح سره مخ شي.
خو د مولر وياند په يوه غيرې اټکلي اقدام کې دغه راپور ناسم او دروغ وباله.
ټرمپ هم، چې ډېری وخت يې پر مولر لفظي بريدونه کول، په يوه بيان کې وويل، نوموړی له مولر مننه کوي، چې يو په دروغو جوړ شوی راپور يې رد کړ.
د هغه په خبره، مولر مناسب کار وکړ او د نوموړي دا کار د ستاينې وړ دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA