ads

سيول او ټوکيو د شمالي کوريا او امريکا د مشرانو د دوهمې ليدنې هرکلی وکړ

سيول او ټوکيو د شمالي کوريا او امريکا د مشرانو د دوهمې ناستې، چې ټاكل شوې د راتلونكې فبروري مياشتې په وروستيو كې ترسره شي، هرکلی کړی دى.

نویسنده: mayar
30 مرغومی 1397
سيول او ټوکيو د شمالي کوريا او امريکا د مشرانو د دوهمې ليدنې هرکلی وکړ

سيول او ټوکيو د شمالي کوريا او امريکا د مشرانو د دوهمې ناستې، چې ټاكل شوې د راتلونكې فبروري مياشتې په وروستيو كې ترسره شي، هرکلی کړی دى.
جنوبي کوريا پرون اعلان وکړ، چې د شمالي کوريا د بې اټومي کولو او د سوله ييزې کوريا د جوړولو د هڅو هركلى كوي.
د جنوبي کوريا د جمهوري رياست وياند ويلي، په داسې حال کې، چې د امريکا او شمالي کوريا مشران خپلې دوهمې ناستې ته تياری نيسي، د جنوبي کوريا جمهور رئيس مون جه اېن د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې ده.
ښايي د مون جه اېن او کيم جونګ اون ترمنځ دا ليدنه د امريكا د جمهور رئيس او د شمالي كوريا د مشر تر دوهمې كتنې وړاندې ترسره ترسره شي.
بلخوا جاپان هم د شمالي کوريا او امريکا د مشرانو د دوهمې ليدنې هرکلی کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA