ads

د سعودي په مشرۍ ايتلاف د يمن په صنعا کې هوايي بريدونه کړي

په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف اعلان کړی، چې د دغه هېواد په صنعا ولايت کې يې د انصارالله ډلې پوځي مرکزونه ويشتلي دي.

نویسنده: mayar
30 مرغومی 1397
د سعودي په مشرۍ ايتلاف د يمن په صنعا کې هوايي بريدونه کړي

په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف اعلان کړی، چې د دغه هېواد په صنعا ولايت کې يې د انصارالله ډلې پوځي مرکزونه ويشتلي دي.
انصارالله ډلې بيا په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کړې او خبرداری يې ورکړی، چې د دغو بريدونو غچ به واخلي.
په يمن کې د انقلاب د عالي کمېټې رئيس محمد علي الحوثي اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان بريدونه د امريکا په ملاتړ ترسره کېږي.
نوموړي په يوه ټويټري پيغام کې وويل، د صنعا بريدونه به د يمن هېڅ وګړی و نه وېروي.
دغه راز داسې خبرونه هم خپاره شوي، چې د صنعا د شمال په احمد وادي سيمه کې د خوراکي توکو يوه فابريكه هم ويشتل شوې ده.
د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف په يمن كې د ځانګړو عملياتو تر اعلانولو وروسته دا هوايي بريدونه كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA