ads

په كابل او هرات ښارونو كې پنځه غله نيول شوي

د كورنيو چارو وزارت په كابل او هرات ښارونو كې د پنځو غلو د نيولو خبر وركوي.
دې وزارت تېره شپه په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، د كابل ښار د ۱۳مې امنيتي حوزې پوليسو درې وسله وال غله، چې په لار نيولو، چپاولګرۍ او له كورونو په غلا تورن وو، ونيول.

نویسنده: mayar
29 مرغومی 1397

د سرچينې په وينا، پوليسو له دغو كسانو يو ميل كمري وسله او يو قبضه چاقو ترلاسه كړى دى.
د كورنيو چارو وزارت په يوه بله خبرپاڼه كې بيا راغلي، دوو وسله والو غلو تېر ماښام د هرات ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو كې پر يوه صراف بريد وكړ، د هغه زوى يې ټپي كړ او ۲۰ زره امريكايي ډالر يې ترې يووړل.
د سرچينې په خبره، دا غله د هرات ښار د لومړۍ امنيتي حوزې له پوليسو سره تر جګړې او ټپي كېدو وروسته ونيول شول.
د كورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي سرتېرو له دې دوو تنو يو ميل تومانچه، يو عراده موټرسايكل او غلا شوې پيسې ترلاسه كړې.
دغه وزارت په نښته كې د يوه پوليس ټپي كېدل هم تاييد كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA