ads

په فارياب كې ۲۳ وسله وال طالبان ووژل شول

امنيتي سرچينې وايي، د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ كې له ۲۰ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
۲۰۹ شاهين قول اردو تېر ماښام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په يادې ولسوالۍ كې د ځانګړو ځواكونو په عملياتو او هدفي هوايي بريد كې ۲۳ طالبان ووژل شول.

نویسنده: mayar
29 مرغومی 1397

په خبرپاڼه كې راغلي، په دغو ځمكنيو او هوايي بريدونو كې د طالبانو څو ميله وسلې، يوه قرارګاه او د چاودېدونكو توكو يوه ډيپو هم له منځه وړل شوې ده.
۲۰۹ شاهين قول اردو همدارنګه وايي، د فارياب د ګرزيوان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال قاري شعيب اړوند يو مهم طالب د دې ولايت مركز ميمنې ښار ته د داخلېدو په وخت د امنيتي ځواكونو له لوري ونيول شو.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA