د سرپل په كوهستانات ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د ګواښ له كبله د امنيتي سرتېرو او دولتي كاركوونكو لسګونه كورنۍ د خپلو كورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، طالبانو له دغو امنيتي سرتېرو او دولتي كاركوونكو غوښتي، چې له هغوى سره يو ځاى شي او له دولت سره همكاري پرېږدي.
د ده په وينا، بې ځايه شوو كورنيو، چې شمېر يې لسګونو ته رسېږي، له يوې اونۍ راهيسې خپل كورونه پرېښي او د ولايت د مركز په مربوطاتو كې ځاى پر ځاى شوې دي.
د سرپل د والي وياند زياته كړه، اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، چې له يادو بې ځايه شوو كورنيو سره مرسته وكړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ