د امو زون اړوندو ولايتونو ترمنځ د كركټ د دوه ورځنيو سياليو په لړ کې کندوز، تخار ته ماتې ورکړه او د کورني کرکټ درې ورځنيو سياليو ته يې لار ومونده.
د کندز او تخار د كركټ لوبډلو ترمنځ د لوبې پچه د تخار لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه، خو په لومړۍ پاڼۍ كې يې ټوله لوبډله په ۹۵ منډو وسوځېده.
ورپسې د کندوز لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۶ منډې وکړې او د تخار لوبډله يې بياځلي توپوهنې ته وبلله.
د تخار لوبډلې په دوهمې پاڼۍ كې هم يوازې ۶۷ منډې وکړې او لوبه يې د کندوز لوبډلې ته وبايلله.
جمشېد ميرعلي خېل، چې د تخار لوبډلې اووه لوبغاړي يې وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادولو ده، چې د کندوز كركټ لوبډله د ۲۴ نومرو په ترلاسه کولو د امو زون د دوه ورځنيو سياليو غوره لوبډله وپېژندل شوه؛ بلخ ۱۷، بغلان ۱۶ او تخار درې نومرې ترلاسه كړې او په ترتيب سره يې دوهم، درېيم او څلورم مقامونه خپل كړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ