د كندوز لوبډلې د كورني كركټ درې ورځنيو سياليو ته لار ومونده

د امو زون اړوندو ولايتونو ترمنځ د كركټ د دوه ورځنيو سياليو په لړ کې کندوز، تخار ته ماتې ورکړه او د کورني کرکټ درې ورځنيو سياليو ته يې لار ومونده.
د کندز او تخار د كركټ لوبډلو ترمنځ د لوبې پچه د تخار لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه، خو په لومړۍ پاڼۍ كې يې ټوله لوبډله په ۹۵ منډو وسوځېده.