ads

عمران خان كابل ته سفر كوي

ټاكل شوې د پاكستان لومړى وزير عمران خان په راتلونكې كې كابل ته سفر وكړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې پروسې او همکاريو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې.

نویسنده: mayar
28 مرغومی 1397
عمران خان كابل ته سفر كوي

ټاكل شوې د پاكستان لومړى وزير عمران خان په راتلونكې كې كابل ته سفر وكړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې پروسې او همکاريو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې.
سرچينه وايي، په دغو ټيليفوني خبرو کې د هېواد جمهور رئيس د پاکستان لومړي وزير ته افغانستان ته د راتګ رسمي بلنه ورکړه او عمران خان د بلنې په منلو او د مننې په ويلو سره له جمهور رئيس غني څخه هيله وکړه، چې په مناسب فرصت کې اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي.
د پاکستان لومړي وزير واک ته له رسېدو وروسته سعودي عربستان، چين او متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي، خو افغانستان ته لا نه دی راغلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA