له اروپايي ټولنې د برتانیا وتلو لپاره د برتانوي حکومت طرحې له ناکامۍ وروسته د دغه هېواد لومړۍ وزیره تيرزا مې په پارلمان کې د بې باورۍ له رایې خوندي پاتې شوه.
د حکومت خلاف دغه تحریک یوازې د ۱۹ رایو په توپیر ناکام شو. د برتانوي پارلمان ۳۰۶ غړو په دې لړ کې د تایید او ۳۲۵ غړو د رد رایې ورکړه.
په دې توګه مېرمن مې لږ تر لږه د اوس لپاره په واک کې پاتې شوه.
له دې مخکې د برتانوي لبیر ګوند مشر جیرمي کوربین د مېرمن مې حکومت ‘نیمژواندی ‘ وباله چې د ده په خبره د حکومت کولو جوګه نه دی.
له دې مخکې د برتانیا پارلمان د سې شنبې پر ورځ تر یوې اوږدې او جنجالي ناستې وروسته له اروپایي ټولنې د دې هېواد د وتلو هوکړې طرحه په لوی اکثریت رد کړله.
له دې پرېکړې وروسته د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر جېرمي کوربېن غوښتنه وکړه چې حکومت باید له پارلمان یو ځل بیا باور رایه ترلاسه کړي.