د سومالیې یوې ترهگرې ډلې الشباب په گاونډي هېواد کینیا کې په یو هوټل په برید کې لږ تر لږه ١٥ تنه وژلي او گڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
د الشباب د ډلې وسله والو په نایروبي کې په یو هوټل برید وکړ او هلته یې په ډزو کې ١٥ تنه ووژل.
په هوټل له بريد ۱۱ ساعته وروسته په دې سيمه کې د چاودنې غږونه هم اوریدل شوې دي او داسې ښیي چې د حکومت د ادعاگانو باوجود حالت لا کنټرول نه دی.
داسې راپورونه خپاره شوي چې د الشباب د وسله والو له ډزو ځینې کسان په هوټل کې پټ شوي دي ځکه د مړو د دقیق شمېر په اړه لا تر اوسه څه نه شي ویل کېدای.
په وژل شوو کسانو کې ١١ تنه د کینیا اتباع، یو امریکایي او یو د برتانیې کس شامل دي.
د امریکا د بهرنو چارو وزارت د امریکایي وژل تائید کړیدي.
د کینیا د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د هوټل ساحه یې په خپل کنټرول کې اخیستې ده او ټول بند پاتې کسان یې ترې ایستلي دي، خو هغه په دې اړه څه نه دي ویلي چې وسله وال په کوم ځای کې دي.