ads

نورالحق علومي هم د جمهوري رياست ټاکنو ته ځان کانديد کړ

د کورنيو چارو پخواني وزير نورالحق علومي نن په رسمي توګه له خپلو مرستيالانو بشير بېژن او محمد نعيم غيور سره يو ځای د جمهوري رياست راتلونکو ټاکنو ته د كانديد په توګه نومليکنه وکړه.

نویسنده: mayar
26 مرغومی 1397
نورالحق علومي هم د جمهوري رياست ټاکنو ته ځان کانديد کړ

د کورنيو چارو پخواني وزير نورالحق علومي نن په رسمي توګه له خپلو مرستيالانو بشير بېژن او محمد نعيم غيور سره يو ځای د جمهوري رياست راتلونکو ټاکنو ته د كانديد په توګه نومليکنه وکړه.
هغه تر نومليكنې وروسته خبريالانو ته وويل، د زورواکۍ په وړاندې به مبارزه او د ولسواكۍ او د قانون د واکمنۍ لپاره به هڅه وکړي.
نوموړي دغه راز د ټاکنو په خپلواک کمېسيون نيوکه وکړه، چې قانون يې نه دی عملي کړی او دوی به د جمهوري رياست په ټاکنو کې د فساد او لاسوهنې په وړاندې ټينګه مبارزه وکړي.
نورالحق علومي شپږم تن شو، چې د راتلونکي لمريز کال د جمهوري رياست ټاکنو ته ځان كانديدوي.
تر ده وړاندې عبدالطيف پدرام، حکيم تورسن، سيد نورالله جليلي، عنايت الله حفيظ او زلمي رسول هم ځانونه کانديد کړي دي.
د جمهوري رياست ټاکنو ته د کانديدانو د نومليکنې بهير د روانې مرغومي مياشتې په ۱۳مه نېټه پيل شوی او د همدې مياشتې تر پايه به دوام ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA