ads

عمران خان: د سيمې هېوادونه د افغانستان له ثبات پرته وده نه شي کولای

عمران خان وایي پاکستان او د سیمې هېوادونه د افغانستان له ثبات پرته اقتصادي وده نه شي کولی.

نویسنده: mayar
26 مرغومی 1397
عمران خان: د سيمې هېوادونه د افغانستان له ثبات پرته وده نه شي کولای

عمران خان وایي پاکستان او د سیمې هېوادونه د افغانستان له ثبات پرته اقتصادي وده نه شي کولی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د امریکا له پخواني سفیر کامرون مونتر سره کتلي دي.
دغه پخواني امریکايي ديپلومات له عمران خان سره په خبرو کې ویلي چې سیمه تر بل هر وخت د افغانستان ثبات او امنیت ته اړتیا لري او ګاونډي هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر بیا ویلي، چې هغه د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره پلانونه لري، خو په افغانستان او سیمه کې د امنیت له تامین پرته دغه پلانونه د عملي کېدو وړ نه دي. دده په وینا د افغانستان ثبات د ټولې سیمې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي. عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA