ads

څېړنه: په ولايتونو کې د جمهور رئيس احکام نه منل کېږي

کلید ګروپ داسې اسناد تر لاسه کړي چې څرګندوي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مقرریو په اړه د جمهوري ریاست حکمونه نه منل کېږي. د دغه موندنو له مخې هلمند، وردګ او بادغیس هغه ولایتونه دي چې په کې د جمهوري ریاست له حکمونو سرغړونه کېږي.

نویسنده: mayar
25 مرغومی 1397
څېړنه: په ولايتونو کې د جمهور رئيس احکام نه منل کېږي

کلید ګروپ داسې اسناد تر لاسه کړي چې څرګندوي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مقرریو په اړه د جمهوري ریاست حکمونه نه منل کېږي. د دغه موندنو له مخې هلمند، وردګ او بادغیس هغه ولایتونه دي چې په کې د جمهوري ریاست له حکمونو سرغړونه کېږي.
موندنې ښيي هغه کسان چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له لوري په ازادو سیالیو کې بریالي شوي او د اړوندو ادارو له لوري د جمهوري ریاست په منظورۍ یادو ولایتونو ته ورپېژندل شوي دي په دغه ولایتونو کې د چارواکو له لوري نه منل کېږي.
خو په دغه ولایتونو کې مسوولین ادعا کوي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون خالي بستونو ته په کار پوه او مسلکي کسان نه ور پېژني او دا سبب شوی دی چې یاده ستونزه رامنځته شي، خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون مسوولین د ولایتي چارواکو دا اعاوې په کلکه ردوي.
د دغه موندنو له مخې په هلمند کې د ښځو چارو ریاست ته نوې ور پېژندل شوې رییسه، په وردګ ولایت کې د ښاروالۍ لپاره نوې ټاکل شوې ښارواله او د دغه ښاروالۍ په چوکاټ کې یو شمېر نور بستونه او د بادغیس ولایت په مستوفیت کې یو شمېر بستونو ته د بریالیو کسانو په وړاندې مسوولین ستونزې جوړوي او بریالي کسان د څو میاشتو په تېرېدو لا هم نه دي توانېدلي څو دغه بستونو ته ور وپېژندل شي.
د دغه کسانو په خبره دوی څو ځله په دې اړه اړوندو ادارو ته شکایتونه کړي خو تر دې دمه یې کومه مثبته پایله نه ده تر لاسه کړې.
د هلمند د ښځو چارو ریاست ته تازه بریالۍ شوې میرمن وجیهه مقدس رسولي وایي، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په ازادو سیالیو کې دغه بست ته بریالۍ شوې، خو اوس په یاد ولایت کې دغه بست د نوموړې د ورپېژندلو په وړاندې خنډونه جوړیږي.
د نوموړې په خبره، کابو یوه نیمه میاشت کېږي چې دغه بست ته بریالۍ شوې او د جمهوري ریاست له لوري یې منظوري هم راغلې، خو لا هم د دغه ولایت چارواکو یاد بست ته نه ده ور پېژندلې او په بېلابېلو پلمو یې د دغه چارې مخنیوی کړی دی.
په ورته وخت کې د وردګ ولایت د ښاروالې په توګه د ظریفه غفاري له معرفي کېدو هم شپږ میاشتې اوړي، خو لا هم نوموړې یاد بست ته نه ده ورپېژندل شوې.
ظریفه غفاري د سیمه‌يیزو ارګانونو په وړاندیز او د جمهور رییس په منظورۍ دغه بست ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ازادو سیالیو وروسته ور وپېژندل شوه. غفاري وایي، په دغه ولایت کې چارواکي دې بست ته د دې د ور پېژندلو مخنیوی کوي.
خو د دغه ولایت مسوولین بیا وایي، دوی د غفاري له معرفي کېدو سره ستونزه نه لري خو د دغه ولایت ولسونه دغه بست ته د نوموړې د ور پېژندلو مخنیوی کوي.
بلخو په بادغیس ولایت کې هم د دغه ولایت مستوفي محمد ناصر ځدراڼ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لوري په ازادو سیالیو کې بریالي کسان نه مني او د هغې په وړاندې خنډونه جوړوي.
ځدراڼ وایي، هغه کسان چې دغه بستونو ته ورپېژندل شوي دي، په یادو برخو کې تجربه نه لري او په دغه بستونو کې قراردادي کسان له یادو مدیریتونو سره پوره بلد او څو کلنه تجربه لري.
د کلید د موندنو له مخې هغه کسان چې په یادو بستونو کې په قراردادي ډول په دندو بوخت دي، لوړې زده‌کړې نه لري او هغه نوي کسان چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کانکور په پایله کې یادو بستونو ته بریالي شوي د لیسانس په کچه زده کړې لري او په مختلفو دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې دندې ترسره کړې دي.
خو د چارو ادارې مسوولین بیا وايي، په ولایتونو کې واليان د جمهور رییس ځانګړي استازي دي او هغه کسان چې د جمهوري ریاست له حکمونو او فرمانونو سرغړومخ کوي دا جرم دی او له دوی سره به قانوني چلند کېږي.

د هلمند د ښځو چارو رئيسه کار ته نه پرېښوودل کېږي
د هلمند ولایت د ښځو چارو ریاست ته په آزادو سیالیو کې بریالۍ شوې میرمن وجیهه مقدس رسولي وایي، په یاد ولایت کې مسوولین د نوموړې په وړاندې خنډونه جوړوي او دا دغه ریاست ته نه ورپېژندل کېږي.
د اسنادو له مخې رسولي د ۱۳۹۷ لمریز کال د قوس یا لیندۍ د میاشتې په ۴ نېټه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون تر ازادې سیالۍ وروسته د ښځو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهور رییس په منظورۍ د هلمند ولایت د ښځو چارو ریاست لپاره د یاد ولایت مقام ته ور وپېژندل شوه.
خو اوس نوموړې ادعا کوي چې د دغه ولایت چارواکي او د ښځو چارو سرپرسته یې دغه بست ته په ور پېژندلو کې خنډونه جوړوي او نه پرېږدي چې نوموړې په یاد پست کې دنده ترسره کړي.
رسولي وایي، له ډېرو هڅو وروسته توانېدلې چې د هلمند له والي سره وویني خو زیاتوي والي په دې برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې: «ما څو ځله د ولایت مقام ته مراجعه کړې ده خو والي صاحب په یوه او بله بهانه زما د معرفي کېدو مخنیوی کوي.»
د نوموړې په خبره د دغه ولایت والي ورته وایي، چې دی په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري او دا باید خپل مشکل له مرکز څخه حل کړي.


خو دلته په مرکز کابل کې د ښځو چارو وزارت مسوولین بیا وایي، دوی په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی ستونزه نشته او رسولي یې د هلمند ولایت د ښځو چارو د رییسې په حیث د دغه ولایت مقام ته ورپېژندلې او نور والي مسوولیت لري چې نوموړې دغه بست ته ور وپېژني.
رسولي وایي، د هلمند والي ورته ویلي چې د ولایت مقام ته یو شمېر ښځو مراجعه کړې او له والي یې غوښتي چې دغه ریاست ته د نوموړې د معرفي کېدو مخنیوی وکړي: «دا ښځې هم په دستوري ډول د ښځو چارو د سرپرستې له لوري را غوښتل شوې وې.»
خو د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست سرپرسته قمر نیازۍ بیا وایي، کابو شپږ میاشتې کېږي چې د دغه ریاست د سرپرستې په حیث ټاکل شوې ده او په دې کم وخت کې یې د دغه ولایت د ښځو لپاره زیات کارونه ترسره کړي او اوس د دغه ولایت ښځې نه غواړي چې بل څوک یې په ځای راشي: «زما په غیاب کې د دغه ولایت یو شمېر ښځې او نارینه والي صاحب ته ورغلي وو او ورته ویلي یې دي چې د ښځو چارو ریاست سرپرسته باید په خپله دنده کې پاتې شي او نوې معرفي شوې رییسه باید بل ولایت ته تبدیله شي.»
د ښځو چارو وزارت مسوولین هم مني چې په هلمند کې سیمه‌ییز مسوولین د جمهور رییس د منظورۍ پاڼه نه مني او نوموړې د ښځو چارو ریاست دندې ته نه ورپېژني.
د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وایي، د وجیهې مقدس رسولي د شکایت په اړه یې د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې ته یو مکتوب استولی څو په والي فشار راوړي چې نوموړې یاد ریاست ته ور وپېژني: «په تاسف سره باید ووایو چې لا هم مرد سالاري حاکمه ده او ښځو ته خپل حق نه ورکول کېږي.»
خو د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره د ښځو چارو وزارت له لوري د دوی ادارې ته د ورته مکتوب له استولو بې خبري ښيي.
که څه هم رسولي وایي، په یاد ولایت کې یو ټیم په دې کار کوي چې نوموړې بل ولایت ته تبدیله کړي، خو د ښځو چارو وزارت مسوولین بیا وایي، دوی به دا کار ونه کړي: «موږ د حق غوښتونکي یو او په دې اړه د رسولي لپاره د عدالت غوښتنه کوو.»
رسولي هم وایي، چې له هلمند پرته په بل ولایت کې دنده نه غواړي: «زه د ازادو سیالیو له لارې بریالۍ شوې یم او د خپل حق غوښتونکې یم.»
دادرس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په اداره نیوکه کوي چې دوی له هغه کسانو سره چې د یادې ادارې له پروسې بریالي را وځي، د هغوی د تقرر له چارو څارنه نه کوي.
خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداري مسوولین بیا وایي، چې د دوی مسوولیت د شفافو ازموینو اخیستل او نور مسوولیت اړوندو ادارو ته ور اوړي.
د دغه کمېسیون ویاند فرید احمد وایي: «موږ ته خالي بستونه د وزارتونو او نورو اړوندو ادارو له لوري را پېژندل کېږي موږ د دغه بستونو لپاره شفافي سیالۍ ترسره کوو او اړوندو ادارو ته وړتیا لرونکي کسان ورپېژنو، له دې وروسته نور مسوولیت اړوندو ادارو ته اوړي چې د ستونزو په رامنځته کېدو سره به هغه دوی حل کوي.»

د ميدان ښار ښارواله لا هم نه ده معرفي شوې
د میدان وردګ ولایت د ښاروالۍ لپاره تر ازادو سیالیو وروسته ظریفه غفاري د ښاروالې په توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د آزادو سیالیو په پایله کې بریالۍ شوه.
که څه هم له هغه مهاله تر دې دمه کابو شپږ میاشتې تېرېږي، خو لا هم نوموړې یاد بست ته نه ده ور پېژندل شوې.
د نوموړې په خبره، په دغه ولایت کې چارواکي د قومي جوړښتونو له کبله دغه بست ته د نوموړې د ورپېژندلو مخنیوی کوي.
غفاري وايي، دې څو ځله د دغه ولایت مقام او د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې ته مراجعه کړې ده، خو په یوه او بله پلمه یې مخنیوی شوی دی: «ما څو ځله هڅه کړې ده چې د والي سره وګورم، خو په څو ځله هڅه کې یوازې یو ځل بریالۍ شوې یم چې له والي سره وګورم په ښکاره والي د ستونزې د حل ژمنه کوي، خو په عمل کې داسې څه نشته.»
د نوموړې په خبره، د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره ورسره همکاره ده، خو په ولایت کې یو شمېر کړۍ ورته ستونزې جوړوي: «د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې زما د معرفي کېدو لپاره زما سره د دغه ادارې یو لوړپوړی مامور د دغه ولایت تر مرکزه واستاوه، څو ما یاد بست ته ور وپېژني، والي هم خپل مرستیال راسره ولېږه او د ښاروالۍ ریاست ته چې د ولایت د مقام سره څنګ په څنګ پروت دی لاړو، خو هلته یو شمېر غیر مسوولو وسله والو کسانو زما په وړاندې غبرګون وښود او اجازه يې را نه کړه چې ښاروالۍ ته داخل شو.»
غفاري زیاتوي، په دې کې د ولایت مسوولین لاس لري او که داسې نه وای، غیر مسوول وسله وال څنګه کولای شي چې د ولایت د مقام څنګ ته یوې دولتي ودانۍ ته ځان ورسوي او د یو چا د معرفي کېدو مخالفت وکړي.
خو د وردګ ولایت مسوولین بیا د نوموړې دا ادعاوې نه مني چې ګواکي د دغه ولایت چارواکي د نوموړې د معرفي کېدو په وړاندې خنډونه جوړوي دوی وایي، د دغه ولایت ولسونه نه غواړي چې ظریفه غفاري په نوموړي بست کې دنده ترسره کړي.
د وردګ ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل وایي، د دغه ولایت مسوولین له غفاري سره مشکل نه لري: «غفاري د ولایت مقام ته راغلې وه، د مرستیال والي په ګډون یو شمېر نور ولایتي مسوولین له هغې سره د ښاروالۍ تر ریاسته لاړل، خو هلته د دغه ولایت ولسونو د نوموړې په مخ د ښاروالۍ دروازه وتړله او اجازه یې نه ورکوله چې نوموړې په دغه بست کې دنده ترسره کړي.»
منګل وایي، دوی یاده ستونزه له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او هیله مند دي چې ژر تر ژره به هلته د دغه ستونزې د هواري لپاره ګامونه پورته شي: «موږ څو ځله دا ستونزه له مرکزې حکومت سره شریکه کړې ده او هلته چې هر ډول پرېکړه وشي دلته به سیمه‌ییز مسوولین هغه پرېکړه عملي کوي.»
په ورته وخت کې د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې مسوولین هم وایي، د وردګ ولایت د ښاروالې په صفت یاد ولایت ته د نوموړې د ورپېژندلو ټولې چارې بشپړې شوې او د یوې ښاروالې په توګه ټول هغه امتیازات چې نورو ښاروالانو ته ورکول کېږي په نظر کې نیول شوي دوی وایي، څو ځله یې د ولایتي ادارې له مسوولینو غوښتي چې نوموړې یاد ریاست ته ور وپېژني.
د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند سیدشاه سقیم وایي: «موږ څو ځله د وردګو ولایت له والي سره په دې اړه خبرې کړې دي او دوی ډاډ راکړی چې نوموړې به یاد ریاست ته ور و پېژني.»
خو سقیم هم د ولایتي ادارې د مسوولینو هغه خبره تاییدوي چې وایي، په دغه ولایت کې ولسونه غفاري نه غواړي.
د نوموړي په خبره که په یاد ولایت کې د نوموړې ستونزه حل نه شي، دوی به له غفاري سره مرسته وکړي څو دا یوې بلې ادارې ته ور وپېژني: «هلته ولسونه نوموړې نه غواړي که دا ستونزه حل نه شوه، موږ به له نوموړې سره په یوه بله اداره کې د دندې پیدا کولو مرسته وکړو.»
خو غفاري وايي، نه غواړي له دغه ادارې پرته په بله اداره کې دنده ترسره کړي، د نوموړي په خبره، که نن دا دغه مرد سالارۍ ته تسلیم شي په راتلونکې کې به نورې خویندې و نه شي کولای چې د ستونزو په وړاندې مبارزه وکړي: «څه تضمین شته چې ما ته به په بله دنده کې ورته ستونزې نه جوړیږي، زه خپلې مبارزې ته دوام ورکوم او حتی د ملګرو ملتونو د استازولۍ مخکې به د تحصن خیمه ودروم.»

د بادغیس مستوفي د مرکزي ادارې فرمانونه نه مني
په بادغیس کې هم د هلمند او وردګ ولايتونو په څېر ستونزې وجود لري هلته د یاد ولایت مستوفي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له لارې په ازادو سیالیو کې بریالي شوي کسان نه مني.
عبدالخلیل هغه کس دی چې کابو څلور میاشتې وړاندې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون په آزادو سیالیو کې د دغه ولایت په مستوفیت کې د معاشونو د بانکي کولو د مدیر په حیث دغه ریاست ته ورپېژندل شوی دی، خو د دغه ولایت مستوفي محمد ناصر ځدراڼ وايي، هغه کسان چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لارې یاد ریاست ته ورپېژندل شوي دي، په دې برخه کې تجربه نه لري او نه شي کولای په یادو بستونو کې دندې تر سره کړي: «دغه کسان تجربه نه لري زه څنګه کولای شم دغه بستونه داسې کسانو ته ورکړم چې په دې برخه کې یې یوه ورځ هم دنده نه وي ترسره کړې.»
خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لارې یاد بست ته ور پېژندل شوی عبدالخلیل وایي، له مختلفو دولتي او غیر دولتي ادارو سره یې دندې ترسره کړې او د لیسانس په کچه زده کړې لري: «هغه کس چې په دغه بست کې اوس د قراردادي په حیث دنده ترسره کوي لوړې زده‌کړې نه لري، د مستوفي خپل کس دی او نه غواړي چې بل څوک په دغه بست کې په دنده وګمارل شي.»
د دغه ولایت مستوفي هم دا مني چې په یاد بست کې شته قراردادي کس لوړې زده‌کړې نه لري خو وایي، دغه کس په دې برخه کې تر ۵ کالو زیاته تجربه لري او کولای شي خپله دنده په ښه توګه مخته یوسي.
سید احمد هم په دغه ولایت کې هغه کس دی چې د یاد ولایت په مستوفیت کې له ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د نوموړي په خبره په جمعي کانکور کې تر ګډون وروسته د دغه ولایت د مستوفیت له سیستمونو څخه د راپور ورکونې د مدیریت بست ته بریالی شوی دی، خو د دغه ولایت په مستوفیت کې ورته ستونزې جوړيږي او نه دی توانیدلی چې د څلورو میاشتو په تېرېدو سره هم دغه بست اشغال کړي.
د بادغیس ولایت مستوفي محمد ناصر ځدراڼ د سید احمد په اړه هم ورته نظر لري او وایي، دغه کس هم په دې برخه کې تجربه نه لري او نه شي کولای په یاد بست کې په ښه ډول چارې مخته یوسي.
نوموړی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون غواړي څو دغه ډول بستونو ته په کار پوه او مسلکي کسان ور وپېژني.
په همدې حال کې د چارو په اداره کې د فرمانونو او حکمونو د ثبت او راجستر د برخې مشر مسعود چوپان وایي، له هغو کسانو سره به، چې د جمهوري ریاست له فرمانونو او حکمونو سرغړونه کوي، قانوني له دوی سره به قانوني چلند کېږي: «د جمهور رییس له حکم سرغړونه له قانون سرغړونه ده او هغه کسان چې په دې کړنه کې ښکېل دي له دوی سره به قانوني چلند وشي.»
د یادونې وړ ده یوازې دا موارد نه دي چې د جمهوري ریاست له حکمونو او فرمانونو د سرغړونې په تړاو موږ ورته اشاره وکړه، بلکې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون سره په دې اړه زیات شمېر نور شکایتونه هم ثبت شوي دي چې په کې په ښکاره توګه ښکاري چې د جمهوري ریاست له حکمونو سرغړونه شوې.
جمهوري ریاست د تېر ۱۳۹۶ لمریز کال د قوس یا لیندۍ میاشتې په ۲۷ نېټه د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور استعفا قبوله او د هغه په ځای یې محمد داوود دغه ولایت ته د نوي والي په حیث ور معرفي کړ، خو د بلخ پخواني والي د جمهور رییس دغه حکم ونه مانه او د دغه ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي ته يې اجازه ور نه کړه چې هلته دنده پيل کړي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA