له دوو اونيو راهيسې د جرمني په يو شمېر سيمو کې د درنې واورې اورښت دوام لري.
د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير هورست زهوفر وايي، دوی د واورې له درانه اورښت سره مخ او په يوه فاجعه کې راګير شوي دي.
نوموړي زياته کړه، دا اورښت به دوی په راتلونکې کې د دې ډول نورو پېښو لپاره چمتو کړي، ترڅو مخکې له مخکې ورته تياری ولري.
له ۱۵ ورځو راهيسې د جرمني په جنوب او اتريش کې د واورې اورښت دوام لري.
له واورې سره يو ځای ساړه بادونه هم ملګري دي.
په يو شمېر سيمو کې د واورې کچه تر درېيو مترو هم لوړه شوې ده.