ads

چين کاناډايي وګړی په اعدام محکوم کړ

چين د څه باندې ۲۰ ټنه نشه يي توکو د قاچاق په تور يو کاناډايي وګړی په اعدام محکوم کړ.

نویسنده: mayar
25 مرغومی 1397
چين کاناډايي وګړی په اعدام محکوم کړ

چين د څه باندې ۲۰ ټنه نشه يي توکو د قاچاق په تور يو کاناډايي وګړی په اعدام محکوم کړ.
د چين د ليايونينګ ولايت د داليان ښار محکمې اعلان کړی، چې دغه کس په ۲۰۱۴م ميلادي کال کې له يوه چينايي وګړي سره هڅه کوله ۲۰ ټنه ګرانول له داليان ښاره اسټراليا ته قاچاق کړي.
د محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا کاناډايي وګړی رابرټ لويډ شلنبرګ له هغه وروسته ونيول شو، چې چينايي ملګري يې په دې تړاو پوليسو ته خبر ورکړ او له همدې سره نوموړی تايلنډ ته وتښتېد، خو کله چې بېرته چين ته ورغی، د پوليسو له لوري ونيول شو.
که څه هم دى د لومړنۍ محکمې لخوا په ۱۵ کاله بند او ۱۵۰ زره ينه جريمې محکوم شوی و، خو وروسته د داليان استيناف محکمې د لومړنۍ محکمې پر پرېکړې اعتراض وکړ او د هغه محاکمه يې له سره پيل کړه.
د محکمې خبرپاڼه زياتوي، د محاکمې په وخت شلنبرګ ته د مدافع وکيل او ژباړن د لرلو او نور ټول حقونه وركړل شوي وو او دغه راز د محاکمې په وخت کاناډايي ډيپلوماټان او ۵۰ خبريالان هم موجود وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA