د جنوبي کوريا په دفاعي راپور کې د لومړي ځل لپاره شمالي كوريا د دښمن په توګه نه ده ياده شوې.
دا ګام ښيي، چې سيول غواړي له پيونګيانګ سره خپل جوړجاړی دوامداره کړي.
دغه راپور په هرو دوو کلونو کې يو ځل چمتو کېږي او تر دې وړاندې به په څرګندو ټکو شمالي کوريا په کې د اصلي دښمن په توګه يادېده.
په دغسې يو څه پيونګيانګ ډېرکله نيوکې هم کولې او دا يې په يو ډول د شمالي کوريا په وړاندې د جنوبي کوريا د خلکو د تحريک هڅه بلله.
د جنوبي کوريا د دفاع وزارت ياد راپور داسې مهال خپرېږي، چې د شمالي کوريا او امريکا مشران د خپلې دوهمې ناستې لپاره تياری نيسي، ترڅو د پيونګيانګ د اټومي پروګرام پر سر رامنځته شوي بحران ته د پای ټکی کېږدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


