ads

په فارياب كې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول

د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې له ۱۰ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د يكشنبې په مازديګر امنيتي ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې د يادې ولسوالۍ په بادغيسي كلي كې د طالبانو يوه غونډه په نښه كړه، چې له كبله يې ۱۱ مخالفين ووژل شول.

نویسنده: mayar
24 مرغومی 1397

د نوموړي په خبره، وروسته افغان ځمكنيو ځواكونو دغه كلى تالاشي او تصفيه كړ.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
وړمه ورځ هم افغان ځواكونو د غوڅ ملاتړ ماموريت په همكارۍ د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ كې عمليات ترسره كړل، چې په ترڅ كې يې په دغې ولسوالۍ كې د طالبانو د عمومي قوماندان قاري تاج الدين په ګډون ۲۱ وسله وال ووژل شول، ۱۵ تنه نور ټپيان شول او ۱۲ طالبان امنيتي سرتېرو ونيول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA