د چين د كركټ د ښځو پر لوبډلې نړيوال تاريخي ريكارډ جوړ شو

په تايلنډ کې د اسيا د نهو هېوادونو ترمنځ د ښځو د کرکټ‌ په روانو ۲۰ اوريزو لوبو كې پرون يو نړيوال تاريخي ريکارډ جوړ شو.
د متحده عربي اماراتو او چين ترمنځ د يکشنبې ورځې په لوبه کې د اماراتو د ښځو لوبډلې د چين لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه، خو د چين د ښځو لوبډله په ۴۰ دقيقو کې په ۱۰م اور کې په ۱۴ منډو وسوځېده.