د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ كې د غوڅ ملاتړ ماموريت په همكارۍ د افغان ځواكونو په ترسره شوو ځانګړو عملياتو كې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د عملياتو په ترڅ كې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ كې د طالبانو د عمومي قوماندان قاري تاج الدين په ګډون ۲۱ وسله وال وژل شوي، ۱۵ تنه نور ټپيان شوي او ۱۲ طالبان امنيتي ځواكونو نيولي دي.
د نوموړي په خبره، د عملياتو په مهال د دولت د وسله والو مخالفينو درې قرارګاوې له منځه يووړل شوې، يوه اندازه وسلې او مهمات او نقليه وسايط هم امنيتي سرتېرو ترلاسه كړل.
خو وسله والو طالبانو د قاري تاج الدين وژل كېدل رد كړي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، په خواجه سبزپوش ولسوالۍ كې د هوايي بريدونو له كبله دوه طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ