ads

د هرات ښار پر شپږمې امنيتي حوزې وسله وال بريد نهو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د هرات ښار پر شپږمې امنيتي حوزې د وسله وال بريد له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده وايي، تېره شپه شاوخوا اووه بجې دوه وسله وال بريد كوونكي، چې په لاسي بمونو سمبال وو، د هرات ښار شپږمې امنيتي حوزې ته داخل شول.
د ده په وينا، بريد كوونكي تر يو ساعته جګړې وروسته ووژل شول.

نویسنده: mayar
23 مرغومی 1397

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، په پېښه كې درې ملكي وګړي او دوه پوليس وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، بريد كوونكو يو موټربم هم له ځانونو سره درلود، چې پوليسو كشف كړ او چاودنه يې وركړه.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب عارف جلالي هم كليد ته وويل، د پېښې له ځايه پنځه جسدونه او څلور ټپيان وروړل شوي دي.
د هغه په خبره، په وژل شوو كسانو كې درې ملكي وګړي او دوه پوليس شامل دي او ټپيان څلور واړه پوليس دي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA