ads

په هلمند كې زرګونه كيلو ګرامه چاودېدونكي او نشه يي توكي له منځه يووړل شول

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځواكونو يې تېره شپه د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د ځانګړو عملياتو په مهال، چې د طالبانو د مهم قوماندان قاري ظاهر پر قرارګاه او ډيپو ترسره شول، زياته اندازه چاودېدونكي او نشه يي توكي ترلاسه كړل.

نویسنده: mayar
22 مرغومی 1397

د ياد رياست لخوا نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، امنيتي ځواكونو په دغو عملياتو كې يو فير راکټ انداز سره له مرميو، ۱۰۰۰ فيره د اېم ۱۶ مرمۍ، دوه ميله کلاشينکوفونه سره له نهو شاجورونو، څلور پرتلې، ۲۰ متره پريم کات سيم، ۴۵۰۰ کيلو گرامه چاودېدونکي توکي، ۴۰۰۰ کيلو ګرامه ترياک، يو عراده لنډکروزر موټر، يو عراده لکسس موټر، يو عراده موټر سايکل، درې پايې د ثريا ټيليفونونه او يو پايه لپ ټاپ کمپيوټر ترلاسه كړ.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، له وسلو، ټيليفونونو، كمپيوټر او راکټ انداز پرته نور ټول ترلاسه شوي توكي له منځه يووړل شول.
د سرچينې په خبره، د عملياتو په ترڅ كې د قاري ظاهر دوه وسله وال هم ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
څو ورځې وړاندې د ملي امنيت ځواكونو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان هم عمليات ترسره او ۱۲ ملكي وګړي يې خوشې كړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA