69
۲۲ مرغومی ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

په كابل كې د امريكا سفارت د روسيې ادعا رد كړه

په کابل کې د امريکا سفارت د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې د واشنګټن د فشار له کبله ځنډول شوې دي.
له دغه سفارته تېر مازديګر كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د افغانستان په ټاكنيزو بنسټونو کې د جدي اصلاحاتو پلي کول اړين بلل شوي او ويل شوي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون د جمهوري رياست ټاكنو د ځنډولو تصميم په ټاكنيزو بنسټونو کې د اداري او فني نيمگړتياوو د لرې کولو په خاطر نيول شوى دى.
په خبرپاڼه كې راغلي، افغانان بايد د خپل مشر د ټاکلو لپاره تصميم ونيسي او هغوى د داسې ټاكنيزو بنسټونو د لرلو مستحق دي، چې پر ټاكنيز بهير د عامه باور د بېرته راجلبولو لازمه وړتيا ولري.
د پنجشنبې په ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنو پر ځنډ نيوکه وکړه او ويې ويل، دا ټاکنې د امريکا د فشار په ترڅ كې ځنډېدلي، ځکه په افغانستان کې د خپلې خوښې سناريو لپاره وخت ته اړتيا لري.
ټاكل شوې وه د جمهوري رياست او د غزني د ولسي جرګې ټاكنې د راتلونكي لمريز كال د وري مياشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي، خو څه موده وړاندې يې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ځينو علتونو له كبله د چنګاښ مياشتې په ۲۹مه نېټه د ولايتي شوراګانو او ولسواليو شوراګانو له ټاكنو سره يوځاى د ترسره كولو اعلان وكړ.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *