60
۲۲ مرغومی ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

محب: چين دې د سيمې هېوادونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټينګښت ته وهڅوي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب له چين څخه وغوښتل، چې د سيمې هېوادونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات ټينګښت ته وهڅوي.
نوموړي دا غوښتنه بيجينګ ته د خپل سفر په دوهمه ورځ له خپل چينايي سيال ګوا شينګكن سره د ليدنې په مهال وكړه.
‌‌‌‌‌‌محب په سولې، امنيت او د افغانستان په ثبات کې د چين رول ګټور وباله.
هغه ټينګار وکړ، چې افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دى او دغه مسوولانه رول ته پر دوام سربېره له نورو هېوادونو هم تمه لري، چې په دې برخه کې خپل رښتينى رول په سمه توګه ادا کړي.
بلخوا ګوا شينګکن وويل، دوى به په افغانستان كې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت په هدف خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په دې ليدنه كې دواړه خواوې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سيمه ييزې همکارۍ، سولې بهير، د پولې د امنيت ټينګښت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړو پر تعقيب او تطبيق وغږېدې.
محب چين ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره كتلي و او پر بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې كړې وې.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *