د کاناډا لومړي وزير جسټين ټروډو د سعودۍ پېغلې رهف محمد القنون د پناه غوښتنه ومنله.
ده وويل، کاناډا واضح کړې، چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره درېدلې ده.
۱۸ کلنه رهف د اسلام له پرېښودو وروسته له خپلې کورنۍ وتښتېده او د بنکاک پر هوايي ډګر يې بېرته خپل کور ته له ستنېدو انکار وکړ.
هغه لومړی تايلنډ ته تللې وه او غوښتل يې اسټراليا ته وتښتي، خو تايلنډي چارواکو يې بېرته خپل هېواد ته د ستنولو پرېكړه وكړه.
رهف الوتکې ته له ختلو انکار وکړ او د هوايي ډګر د يوه هوټل په خونه کې يې ځان بند کړ.
دې ويل، وېره لري که خپلې کورنۍ ته ستنه کړل شي، نو وبه وژل شي، ځکه اسلام يې پرېښی دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


