39
۲۲ مرغومی ۱۳۹۷
لیکونکی: فضل الهادي حميدي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون كليدي پوسټونه د ازادو سياليو لپاره اعلان ته وړاندې كېږي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د دغه كمېسيون د اصلاحي پروګرام پر بنسټ به د ياد كمېسيون د ولايتي رئيسانو په ګډون كليدي پوسټونه د ازادو سياليو لپاره اعلان ته وړاندې كړي.
په داسې حال كې، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د راتلونكو ټاكنو لپاره د اصلاحاتو د يو هراړخيز پروګرام پر عملي كولو ټينګار كوي، خو د ټاكنو څارونكي بنسټونه او د ملي شورا غړي ورته هيله من نه دي.
د ولسي جرګې په تېرو ټاكنو كې له ستونزو او پراخو درغليو وروسته د ټاكنو پر خپلواك كمېسيون توندې نيوكې وشوې، خو اوس د دې كمېسيون مسوولين وايي، د اصلاحاتو يو هراړخيز پروګرام تر لاس لاندې لري، ترڅو د جمهوري رياست په راتلونكو ټاكنو كې بيا هغه د تېرو ټاكنو ستونزې تكرار نه شي.
د دغه كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي له كليد سره په خبرو كې وويل، دوى به د ټاكنو خپلواك كمېسيون د مركزي او ولايتي دفترونو په تشكيلاتو او رهبرۍ كې پر بدلونونو سربېره د راى وركوونكو د لېست او ټكنالوژۍ په برخو كې هم اصلاحات رامنځته كړي.
خو د ټاكنو يو شمېر څارونكي بنسټونه او د ملي شورا ځينې غړي وايي، په تېرو ټاكنو كې د ستونزو اصلي سرچينه د ټاكنو خپلواك كمېسيون مشرتابه او كمزورى مديريت و.
دوى زياتوي، تر هغې چې دا رهبري نوې او د اصلاحاتو لپاره پياوړې سياسي اراده رامنځته نه شي، د كمېسيونونو د ټيټ پوړو كاركوونكو په كچه ادلون بدلون به د ټاكنو پر روڼتيا د پام وړ اغېز ونه كړي.
د ازادو ټاكنو او شفافيت د څار موسسې غړى حبيب الرحمن ننګ وايي، د افرادو په بدلولو سره تر هغې روڼتيا نه رامنځته كېږي، ترڅو چې يو داسې سيسټم رامنځته نه شي، چې خلك پرې باور وكړي.
په ورته وخت كې د ولسي جرګې غړى ابدال الله محمدي وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون باور ته داسې په لوړه كچه زيان رسېدلى، چې كه هر څومره د اصلاحاتو خبرې وكړي، خلك پرې باور نه كوي.
نوموړى غوښتنه كوي، چې د جمهوري رياست ټاكنو لپاره بايد د ټاكنو خپلواك كمېسيون پر رهبرۍ له سره كتنه وشي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون لخوا د اصلاحاتو پروګرام ته په داسې حال كې د شك په سترګه كتل كېږي، چې دغه كمېسيون د اصلاحاتو لپاره د جمهوري رياست ټاكنې د راتلونكي لمريز كال د وري مياشتې له ۳۱مې د چنګاښ ۲۹مې نېټې ته وځنډولې.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *