slideshow

۲۲ مرغومی ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

د سالنګ لويه لار بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار له شاوخوا ۱۴ ساعته بندښت وروسته نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۱۵ دقيقې بېرته د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي كليد ته وويل، د وروستيو دوو ورځو واورې ورېدنې له كبله تېره شپه شاوخوا اووه بجې په سالنګونو كې سخت طوفانونه پيل شول، چې په ترڅ كې يې ياده لار د ټرافيكو پرمخ وتړل شوه.
د هغه په وينا، وروسته مسافر وړونكي موټرونه تخليه او مسافرين يې په امن كورونو كې ځاى پر ځاى شول.
حبيبي زياته كړه، په جنوبي سالنګ كې څلور برفكوچونه راغلي، خو تلفات نه لري.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې د مسوول په خبره، په تېرو دوو ورځو كې په جنوبي سالنګ كې شاوخوا يو متر او په شمالي سالنګ كې شاوخوا ۶۰ ساتني متره واوره شوې ده.
د سالنګ پر لويې لارې، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېره شوې، په ژمي كې تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي او حتى ځينې وخت خلكو ته په كې مرګ ژوبله هم اوړي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *