37
۲۲ مرغومی ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

خليلزاد له هندي چارواكو سره پر افغان سولې غږېدلى

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، له هندي چارواكو سره د افغان سولې په تړاو غږېدلى دى.
هغه نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د دوى هېوادونه له افغانستان سره اوږد مهاله ژمنې لري او په دې اړه يې، چې په افغانستان كې څنګه يوه تلپاتې سوله ټينګېداى شي، خبرې وکړې او پر دوه اړخيزو او سيمه ييزو ممکنه همکاريو هم وغږېدل.
هندي چارواکو پرون وويل، د يوه باثباته افغانستان لپاره د دې هېواد د سولې بهير ملاتړ كوي.
خليلزاد د روانې جنوري مياشتې په اتمه نېټه د افغان سولې په تړاو هند، چين، پاكستان او افغانستان ته خپل سفر پيل كړ، چې د همدې مياشتې تر ۲۱مې نېټې به دوام ولري.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *